دمیدان وردګو ولایت د ۱۳۸۶ کال څخه تر ۱۳۸۹ کال ترپایي پورې

د خپرېدو نېټه: May 23, 2012

د مزايده سند: Download Document



جزیات:

 

   د ميدان وردګ ولايت د  افغانستان د مركزي او درېيمه درجه ولايتونو له ډلې دی، چې د كابل ښار لویدیځ   پلو ته په ٣٥ كېلومتره واټن كې پروت دی. ختیځ ته په لوګر پورې تړلی دی. لودیځ ته یې بامیان  او غزنی موقعیت لري او جنوب ته په غزني او لوګر پورې تړلی دی او همدا رنګه شمال ته په بامیان او پروان پورې تړلې پوله لري.

د مرکز په ګډون ٩ اداري واحدونه ( ميدان ښار، نرخ، جلرېز، چک، دايمرداد،  سید اباد ، جغتو بهسودلومړۍ برخه، مرکزي بهسود)  او  ۴۷  ملکي اونظامي ادارې لري. 

میدان وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو موقعیت لري، چې د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره جګ پروت دی. ټول نفوس یې ( ۸۸۶۴۶۵ ) تنه دی او ( ۱۰۷۶۴۱ ) په بزګرۍ بوخت دی.

د میدان وردګ ولایت ټول مساحت ( ۱۰۹۱۲ )مربع کیلومتره ته رسيږي، چې کرهنیزه ځکه یې ( ۴۳۹۲۱.۴ ) هکتاره ده. له دې جملې (۳۲۶۹۱ ) هکتاره ابي ، (۱۱۱۲۰ ) هکتاره للمي او ( ۱۱۰.۴ ) هکتاره دولتي املاک ځمکه ده. په منځني ډول ددې ولایت د ابي ځمکې (۱۰۹۸۰ ) هکتاره ځمکه باغونو نیولې ده. ددې ولایت د اوبو منابع ، سیندونه، کاریزونه، چينې، ژورې څاګانې دي. عمده نباتات غنم، کچالو او نور حبوبات دي..

د ميدان وردګ ولايت د ټولو کارکوونکو شمېر (۶۳۶۳ )کسانو ته رسیږي، چې ۲۹۶۰۰ رسمي او ۳۴۰۲ اجیر مامورین دي .

ميدان وردګ  له دوه پلوه ډېر ستراتيژيک ولايت دي:  الف: د کابل-کندهار او کابل-باميان په لويه اکمالاتي او تجارتي لاره پروت دی. ب: د کابل لويه او تر ټوله مهمه دروازه ده.

د ميدان وردګ ولايت اقليم په اوړي  کې نسبتا ګرم او ژمی د واورې ورېدو ترکچې سوړ وي.

ددې ولايت وګړي په عمومي ډول په کرهنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي- كرنيز توليدات يي غنم ، جوار، وربشي، لوبېا، كچالو، سبزيجات اومېوې لكه مڼې او زردالو دي، چې ځانكړی  شهرت لري . ددغو مېوو تر داخلي اړتيا اخوا يوه نسبي برخه يې بهرنیو هېوادونو ته صادريږي. همدارنګه لاسي صنايع يې ټغر، لمڅي، شالونه ، جاكټ ، دستكش او نور له مريو او دانو څخه جوړ شوي توکي  دي. 

میدان وردګ ترټوو زیات د مڼو باغونه لري او کلني دمڼو عواید یې ( ۱۲۲۹۷۶ ) ټنو ته رسیږي ، دکچالو کلني عواید یې (۹۱۵۳۴ ) ټنه او دغنمو کلني عواید (۴۱۱۴۷.۵ ټنه کيږي.  ددې ولایت ځنګلي ساحه معمولا غرنیو بادامو پوښلې چې (۶۰۰ ) هکتاره يې یوازې د نرخ او جلریز اړوند ده. همدارنګه د علفچر ساحه یې ( ۱۷۶۵۴۵ هکتاره ده چې زیاته برخه یې دبهسود و په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده

همدارنګه په ميدان وردګ ولايت کې ۱۰ډوله کانونه په ۳۲ ځایونو کې وجود لري چې  د مرمرو کانونه په مرکز او ولسواليو کې موقعيت لري، د کرومايت کان په ميدان ښار، نرخ او سيداباد ولسواليو کې ځاى لري. همدارنګه يو کان د ګچو په دايميرداد او يو د رخامو د ډبرو په مرکز د بهسودو کې دي او بل کان د ګارنيت (سوځول شوي ياقوت) چې هغه په نرخ او د بهسودو په اوله حصه کې واقع دي. په دې ډول په ميدان وردګ ولايت کې د فيروزي، زمرد او ابرک کانونه هم وجود لري.

په دې ولايت کې ١٨ داسي تاريخي او قديمي ځايونه وجود لري، چې بايد په اساسي ډول وکيندل شي او د قاچاق او غلا مخه يې ونيول شي.  د ميدان وردګ ولايت تر ټولو غټه ستونزه فقر او بې کارې ده.  ٥٣% اوسېدونکې هيڅ کار نلري او هر کال ٢٥٠٠ زده کوونکې له لېسو څخه فارغېږي او ددغه تعداد يوازي په مشکل سره ٥٠% پوهنتونونو ته جذب کېږي او پاتي يي بي کاره پاتې کېږي چې متاسفانه دوي د بې کارې له کبله د مخالفينو يا غلو د شومو  پلانونو ښکار کېږي او د ځوانانو اکثره همدا برخه د ولس او حکومت په خلاف د اقتصادي ګټو په خاطر په جګړه بوخت دي.

د میدان وردگو ولایت ولس پوهنه او زده کړه خوښوی په ډیرو بدو شرایطو او له کمو امکاناتو سره یی خپل بچیان ښونځیو ته لیږل  دوی د اوس لپاره ۱۵۰۰۰۰ تنه زده کوونکی لری چی له دی جملی څخه یی ۳۲۲۲۵ تنه یی نجونی دی چی په ۳۶۱ ښونځیو کی په زده کړه بوخت دی . البته له دغه جملی څخه تقریباْ ۴۸۹۶۰ تنه زده کوونکی یی په ازاده هوا کی پراته دی او تعمیر نلری.

د ميدان وردګو ولايت اداري جوړښت او تشکيلات

۴۶ ادارو معرفي د ولايت مقام، د ولايت معاوينيت،  د دفتر رياست، د سکټوري خدمتونو رياست، مالي او اداري رياست، د امنيي قومانداني، د ملي امنيت رياست، مستوفيت، شاروالي، د پوهنې رياست، د عامې روغتيا رياست، د کليو پراختيا رياست، د استيناف څارنوالي، د عدلې رياست، د کرنې او مالداري رياست، د مخابراتو رياست، د اطلاعاتو او فرهنگ رياست، د ښځو چارو رياست، د کار ټولنېزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست، د اوبو لگولو رياست، د مهاجرينو او راستنېدونکو رياست، د حج او اوقافو رياست، نظامي څارنوالي، د ملي امنيت څارنوالي، د سرې مياشتې رياست، د اقتصاد رياست، د چاپېريال ساتنې رياست، د راډيو ټلويزيون امريت، د مرافعې محکمه،د سرحدونو او قبايلو لوی مديريت، د کوچيانو لوی مديريت، د قضاياى دولت لوی مديريت، د کوچنيانو د روزنې لوی مديريت، د سپورت او بدني روزنې لوی مديريت، د برېښنا لوی مديريت، د ټرانسپورټ لوی مديريت، د بانک لوی مديريت، د ارزاقو لوی مديريت، د صنعتي پارکونو لوی مديريت، د مرکزي احصايئی لوی مديريت، د ټولګټو لوی مديريت، د کانونو لوی مديريت ، د محبس مديريت، نظامي كميساري او د ملي بس مديريت.