دحصه اول بهسود ولسوالۍ پرمختیایي پلان

د خپرېدو نېټه: Mar 24, 2012

د مزايده سند: Download Document



جزیات:

مننه او کور ودانی

ډير خوښ یم چې په یوه داسې غونډه کې ګډون کوم چې په هغې کې د لومړي ځل لپاره د ولایت په کچه یو بشپړ پلان جوړیږي.

د دغه پلان جوړیدل به له موږ سره مرسته وکړي څو د ولایت د امنیت، بیارغاونې او ښې حکومتدارۍ په برخو کې خپل ټول فعالیتونه متمرکز کړو او ولسونو ته ګټور او پر وخت خدمتونه وړاندې کړو.

زه د پلان په جوړونه کې د ولایت د مقام له ځانګړې پاملرنې، د سکتوري ریسانو، سلاکارانو، د ولایت د مقام تخنیکي ټیم، سیمه ییزې، پرمختیايي، د علماوو، ځوانانو، ښځو،کوپراتیفونو، معیوبینو د شوراګانو او همداراز  له ټولو اسانچارو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د ولایت او ولسوالیو په کچه یې دا هر اړخیز او جامع پلان برابر کړ.

همدارنګه له ټولو مرستندویه موسسو، ولایتي بیارغاونې ټیم، میشتو ایساف ځواکونو او مرکزي دولت څخه هیله کوم چې د دې پلان په تطبیقولو او د پروژو په پلي کولو کې، کومو ته چې لومړیتوب ورکړل شوی، په خلاص مټ مرسته وکړي.

 

په درنښت

الحاج محمد باقر نوری

د لومړي بهسود ولسوال