غازي محمد جان خان وردګ

محمد جان خان ورد ګ غازی د سیدال خان زوی او داکرم خان لمسی دی . دزیږیدنی کلی یې بید مشک د ی چې دغزنی په شل کلیومتری کې پروت دی دا د امیرشیرعلی خان دسلطنت په دوره کې قومندان و او په خیبر کې یې دنده تر سره کوله هغه وخت چې امیر یعقوب خان پاچا شو غازی محمدجان خان دجګړن یا دهغه وخت په اصطلاح کرنیل په حیث دنده تر سره کوله وایی چې کله غازی بابا په علی مسجا کې دانګریزانو په وړاندې وسلهواله مبارز ه کوله امیر شیر علی خان دده په نامه جرنیلی منظوره کړه .انګریزانو چې کله پیښور دخیبر له لاری په افغانستان یرغل وکړ له جمرود څخه تر ډکی پوری دغازی محمد جان خان تر قیادت لاندې پښتنو سخته مبارزه کوله او کله چې امیر محمد بعقوب خان په ګندمک کې دانګریزانو په عسکری کمپ کې دفرنګیانو برچې تر څوکې لاندې دګندمک تړون لاسلیک کړ محمد جان خان په ډکه کې په جګړه بوخت و چې کل دا میر له دې ناسم کار نه خبر شو دربار ته راغی او د لوظنامی سره یې خپل مخالفت څرګند کړ امیر خپل معاذیر ورته وړاندې کړل چې اوس بله لاره نشته نو د ه ورسره ونه منله او خپل عسکری تجیهزات یې لکه خولی کمر بند او نوریې په میز ورته کیښودل او له هغه ځایه خپل ولس وردګو ته راغی او ددې سیمې خلک یې جهاد ته راوبلل ددې ځای خلک په یوه غږ ورسره یو ځای شول او له هغه ځآیه دغزنی ،شلګر او کټواز ته لاړ او دملامشک عالم اندړ په ملګرتیا یې داندړو ،سلیمانخیلو ،خروټو او تره کو پښتنو قومونو لښکری ورسره کړی .
د محمدجان خان ورور محمد افضل خان د غازیانو له پاره او یا خرواره اوړه ،دوه زره پسونه ،څلور خروار غوړی وریژی او نور خوراکی توکی برابر کړل
.كله چې د ۱۸۷۹زيږدي كال په مۍ كې انګريزان كابل ته ننوتل محمد جان خان وردګ له يوو ټولي عسكرو سره د كوهستان له لارې راغى، په اسمايي غره كې يې پر انګريزانو بريد وكړ او له دې وروسته جرنيل محمد جان خان په غازي محمد جان خان وردګ ياد شو .
خو څنګه چې دغه مهال يې د جنګ لپاره ټولى كوچنى و، نو ترسختې جګړې وروسته يې بيرته وردګو ته په شاتګ وكړ او هلته يې له ملي او مذهبي مشرانو لكه د غزني دشلګرملا دين محمد چې په ملا مشك علم مشهور و او د خوات له ملا عبدالغفور لنګري سره سلا مشورې وكړې اوتر ستر لښكر تيارولو وروسته د ۱۸۷۹زيږدي كال د ډسمبر پر لومړۍ بيا كابل ته راغى ، پر انګريزانو يې بريد وكړ ، تار و مار يې كړل او سخته ماتې يې وركړه .
دهغه سره د خپل ځان او خپلې كورنۍ غم نه وو هغه د كوم مقام او موقعيت يا دكومې رتبې او درجې د ګټلو خواهش نه درلود... دهغه فكر او آرزو دومره لوړه او عالي وو چې داشيان ورته ډير سپك او حقير ښكاره كيدل ... د هغه سره د ټول ملك لوى افغان او ستر افغانستان غم وو .. هغه ته څرګنده وه چې د ملك ننګ ، شرافت او آزادي تراوسه پورې د ټول افغان د اتفاق په زور ساتل شوې او اوس هم د ټول افغان د متحدكولو زور په كار دى چې د خپل پلار نيكه ټاټوبى وساتي او افغاني پګړۍ پرې نه ږدي، چې د انګريزي استعمار د آسونو په پښو كې په مځكه پريوزي . غازي جرنيل د (ګوربت ) نومي غره په لمنه كې زيږيدلى او لوبيدلى وو او غوښتل يې چې د ( ګوربت) يعنې (عقاب) په څېر خپل ټاټوبي او وطن د خپل ګران ولس او لوى افغان آزا وساتي.
غازي محمد جان خان د ۱۸۳۵او ۱۸۸۰ميلادي كلونو تر منځ ژوند كړى او د افغانستان په سياسي تاريخ كې يې غښتلى رول تر سره كړى دى. دا هغه وخت وو چې هېواد مو د انګريزي ښكيلاك د دوهم يرغل سره مخ وو چې د وردګو، غزني او پلازمينې كابل په سيمو كې غازي محمد جانخان بهرنيو يرغلګرو ته كلكې ماتې وركړې دي او په دې لاره كې يې د شهادت لوړ مقام ګټلى دى