د امنیت سکتور

د دفاع او امنيت سکتور

د سکتور ادارې

شمېره

ادارې

کارکوونکي

1

امنیه قوماندانۍ

تشکیل یې محرم دی

2

د ملي امنیت ریاست

تشکیل یې محرم دی

3

د نشه يي توکو مدیریت

9

4

ډایاګ

2

5

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت

7

 

 

د میدان وردګو ولایت اوسنی امنیتي وضعیت:

د میدان وردګو خلک د اکسیجن په سیر فزیکي، روحي او محیطي امنیت ته اړتیا لري. د پنځو تیرو کلونو پرتله د میدان وردګو په ولایت کې امنیتي پیښې ډیرې شوي دي. د ائتلاف ځواکونه نوي دې ولایت ته راغلي دي او د ترکیې د بیا رغاونې ټیم هم شتون لري. پولیس په ټولو ولسوالیو کې شتون لري. مګر په ډیرو ولسوالیو کې د هغوی رول په پوستو کې محدود دی او د قانون په تطبیقولو کې مهارتونو، امکاناتو، مناسبو شرایطو، اغیزمنې پلان جوړونې، د ولسوالیو او د ولسوالیو د قوماندانېو په کچه فعالې او مسلکي لارښوونې ته ډیره اړتیا احساسیږي. د امنیت په برخه کې په دې ولایت کې څو برنامې به تجربوي بڼه پیل شوي دي چې عبارت دي له:

  • مرستندویه پولیس؛
  • د عامه ساتنې پولیس؛
  • محلي پولیس؛
  • وګړنیز پولیس (البته دوی یوازې د جمهوري ریاست د ټاکنو پرمهال تجربه شوي)؛ او
  • سیمه ییزې شوراګانې چې د دې شوراګانو یو رول دا وو څو د امنیت په تامینولو او د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مرسته وکړي.

البته ټولې پورته برنامې په ازمایښتي بڼه پیل شوي دي مګر اوس یوازې سیمه ییز پولیس او سیمه ییزه شورا فعاله ده. په ډیرو مواردو کې پورته برنامو ډیرې ښې پایلې لرلې، مګر د مرکزي ادارو او تمویلوونکو په وسیله پر وخت د نه ملاتړ له امله نه یوازې دا چې بریالۍ شوې نه دي، بلکې د خلکو باور پر حکومتي ادارو په ځانګړې توګه پر امنیتي ارګانونو کم شوی دی. په دې برنامو کې بله ستونزه داده چې د هغوی د دوام لپاره د اړوندو وزارتونو او تمویلوونکو ترمنځ هیڅ ډول میکانیزم شتون نه درلود او دا ټولې برنامې د موقتي ټیکاو او ازمایښت لپاره رامنځته شوې دي.

اوس که چیرې سیمه ییز پولیس او سیمه ییزې شوراګانې په سمه توګه اداره، رهبري او حمایه نشي، نه یوازې د درې نورو برنامو له برخلیک سره مخ کیږي بلکې زیاته بې باوري به د حکومت او آن د امنیتي ارګانونو د افرادو ترمنځ رامنځته شي.

بله ستونزه چې په دې برنامو کې یې شتون درلود داوه چې د دې برنامو له پیلولو مخکې د تمویلوونکو ترمنځ د نظر یووالي شتون نه درلود او په ځینو وختونو کې د امنیتي اړوندو ارګانونو ترمنځ هم ستونزو شتون درلود.

همدا راز د دې برنامو په اړه لازمه عامه پوهاوي شتون نه درلود او عامو خلکو د اربکېو، ملیشوو، غیر مسوولو وسله والو ډلو او نورو امنیتي ځواکونو ترمنځ توپیر و نشو کړای او دا عمل له دې پروسو څخه د خلکو د نه ملاتړ سبب شو او د وطن او سولې د دښمنانو لپاره یې د ناوړو تبلیغاتو زمینه برابره کړه.

مثبت بدلونونه هم رامنځته شوي دي چې عبارت دي له:

د پولیسو د روزنې په برخه کې، لاندې ارګانونو ټول ۵۲۳ تنه ملي او محلي پولیس جذب او روزلي دي:

  • د ترکیې د بیارغاونې ټیم 166 تنه ملي پولیس په مسلکي برخو کې روزلي دي؛
  • د ائتلاف ځواکونو ۱۰۵ تنه ملي پولیس او ۱۳۸ تنه محلي پولیس په مسلکي برخو کې روزلي دي؛
  • د امریکا ځانګړو ځواکونو ۹۷ تنه پولیسو ته په بیلابیلو برخو کې روزنه ورکړې ده؛
  • د کورنېو چارو وزارت نږدې ۱۷ تنه پولیس د قوماندانۍ او رهبرۍ په برخو کې روزلي دي؛
  • تر اوسه د کورنیو چارو وزارت ۱۶۶ تنه نوي ملي پولیس او ۱۳۸ تنه محلي پولیس جذب کړي دي؛ او
  • د ځانګړو او چټک غبرګون د قطعو رامنځته کول د ولایت په کچه چې ۱۲۰ تنه دي.

د پولیسو ترمنځ ۸۰ سلنه نالوستي دي او په نشه يي توکو اخته نه دي، دا ستونزې د افغانستان د حکومت لپاره د اندیښنې وړ دي او د بې سوادۍ د شتون په صورت کې د قانون نافذول ستونزمنوي.

په ۱۳۸۸ او ۱۳۸۹ کلونو کې د حکومتدارۍ او پولیسو په برخو کې لاندې کارونه پیل شوي دي:

  • د ټولو امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د مرکز جوړول؛
  • د سیداباد ولسوالۍ په دښت توپ کې د تعلیمي مرکز تاسیس او جوړول چې په یوه وخت کې له ۴۰۰۰ تنو څخه د زیاتو زده کوونکو ځای لري او د افغانستان په کچه لوی مرکز دی؛
  • د ولایت په مرکز کې د ښوونې او روزنې د روزنیز مرکز رامنځته کول؛
  • د ولایت د امنیه قوماندانۍ، د همغږۍ د مرکز د قوماندانۍ، د پولیسو لپاره لوی لوجستیکي مرکز، د بندیانو لپاره د وخت د اسانتیاوو او ټولو شرایطو په شمول د سمبال او نمونوي محبس، د بهسودینو د امنیه قوماندانۍ او د میدان په مرکز کې د سمت د سمبال ماموریت د ودانیو د ډبرو ایښودل؛
  • د ۲۵ نویو پوستو رامنځته کول څو د میدان له مرکز څخه د اونې تر کوتل پورې د لوی لارې امنیت تامین کړي؛
  • په دې ولایت کې د ملي اردو د درې کنډکونو ځای پرځای کول؛
  • د سولې د ولایتي دفتر تاسیسول، د عامه پوهاوي د شپږو برنامو طرحه کول او د هغو د دریو برنامو تطبیقول؛
  • د ډایاک پروسې ته د ۸۳۱ میله خفیفه او درنو وسلو ټولول او تسلیمول؛
  • ټولې ۱۱۷ جنايي پیښې په ۱۳۸۸ او ۱۳۸۹ کلونو کې پیښې شوي دي چې له هغې جملې څخه ۸۷ کشف او ۱۳۴ تنه نیول شوي او ټولې ۴۴ دوسیې محکمو ته محول شوي دي؛
  • په ۱۳۸۹ کال کې د پولیسو معاشونه د کابل بانک او عزیزي بانک له لارې ویشل کیږي چې تر یوه حده یې د دې ارګان د معاشونو په چټکولو کې مرسته کړې ده؛ او
  • د ترکیې د بیارغاونې ټیم له لوري د ملي امنیت د ریاست ترمیمول.

د میدان وردګو په ولایت کې درې خصوصي امنیتي شرکتونه فعالیت کوي چې عبارت دي له:

  • سالارزی، کمپاس او افغانستان نوین کمپنۍ نماینده ګۍ لري او همدا راز دوه کمپنۍ د وطن رسک او ای ټي ام په نومونو چې نماینده ګۍ یې د غزني په ولایت کې شتون لري هم فعالیت کوي.

هغه عمده ستونزې چې په دې برخه کې شتون لري عبارت دي له:

  • له قراردادونو څخه د معلوماتو نشتون او د هغوی نه څارل، ځکه چې ټول قراردادونه په مرکز کې تر سره کیږي؛
  • د میدان – غزني او میدان – بامیان په لویو لارو کې د ترافیکي پیښو زیاتوالی او د هغو د مخنیوي لپاره د اغیزمن میکانیزم نشتوالی؛
  • زیاتره افسران او ساتنمنان چې باید په ولسوالیو کې دنده ترسره کړي، په مرکز کې خدمتي وي؛
  • د تورنو، مجرمینو او مضنونینو د کشفولو لپاره د تخنیکي وسایلو کموالی او د دوسیو نه رامنځته کول چې وکولای شي محکمې، قانون په اغیزمنه او عادلانه توګه تطبیق کړي؛
  • د خلکو او امنیتي ارګانونو ترمنځ د اړیکو کموالی او د هغوی ترمنځ د انګیزې او خوځښت نشتوالی، چې دا کار د دې بنسټونو د افرادو ترمنځ د تیښتې او د دندو د پریښو سبب کیږي؛
  • په لوجستیکي برخه کې په ولسوالیو کې د شته ځواکونو پروخت نه ملاتړ؛
  • در بخش لوژیستیکی عدم حمایت بروقت قوای موجود در ولسوالیها؛ او
  • د معلوماتوو په ټولولو، توحید، تحلیل او ارزونه کې.

ننګونې :

  • د پروژو د تطبیقولو لپاره د کافي بودجې نشتوالی؛
  • د امنیت د تامینولو لپاره د ملي او محلي پولیسو د پرسونل کموالی؛
  • د وړتیاوو ټیټوالی؛
  • د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ کموالی؛
  • د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو کموالی؛
  • د خلکو او امنیتي ارګانونو ترمنځ واټن؛
  • د امنیت په تامینولو کې د خلکو د همکارۍ نشتوالی؛
  • د بیارغاونې او پرمختیايي پروژو څخه نه ملاتړ؛
  • د مخالفینو په وسیله د ملکي افرادو وژل کېدل؛ او
  • د مجرمینو او بندیانو په خوشې کولو کې وګړنیز فشار.

 

فرصتونه :

  • د نړیوالۍ ټولنې د ځواکونو له امکاناتو څخه ګټه اخیستل؛
  • د مرکز او ولسوالیو په کچه د همغږۍ له قوماندانۍ څخه ګټه اخیستل؛
  • د ولایت او ولسوالیو په کچه د ګڼ شمېر شوراګانو شتون؛ او
  • د توپ په دښته کې د لوی تعلیمي مرکز شتون.

 

 

 

 

 

د ولایت پرمختیايي پلان

الف: د امنیتي وضعیت په اړه د دې ولایت د اوسیدونکو او ګډون کوونکو نظرونه:

د میدان وردګو د ټولو خلکو لپاره د ښه امنیت تامینول او د پرمختیايي، اقتصادي او سیاسي برنامو د تطبیقولو لپاره د ښې زمینې برابرول د امنیتي ارګانونو له کلیدي دندو څخه ده. امنیت د میدان وردګو د ولایت د خلکو له لومړۍ درجې لومړیتوبونو څخه ده. ولایتي شورا، سیمه ییزې او پرمختیايي شوراګانې او امنیتي سکتور په امنیتي وضعیت کې د تزلزل، د امنیتي ځواکونو د نه ملاتړ په ځانګړې توګه د نویو رامنځته شویو ځواکونو لکه محلي پولیس او همدا راز د ولسوالۍ شوراګانو او د کلیو په داخل کې د حکومت د پلوي افرادو پر وخت د نه ملاتړ او د امنیتي خصوصي شرکتونو له چلند څخه ډیر پراخ شکایات له لویو ستونزو څخه وو چې خلکو بیان کړل.

ډیر خلک د خپلو سیمو په اړه د خلکو د بې تفاوتې یادونه هم وکړه او وې ویل چې خلک هم باید خپل رول له کلیو او د خپلو خلکو څخه د دفاع په خاطر ولوبوي او پرې نږدي څو هغه افراد چې له نورو سره تړلي دي د قوم سپین ږیری، د قوم مخور، عامه شتمنۍ، دولتي او غیر دولتي ودانۍ او همدا راز دیني علما او با تعلیمه کسان لکه انجنیر، ډاکټر او د بیا رغاونې د شرکتونو افراد له منځه یوسي، هغوی یادونه وکړه چې باید ټولې خواوې د ملکي افرادو د وژلو مخنیوی وکړي. خلکو د ولایت د امنیتي ارګانونو او په مرکز کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ له نشتوالي څخه هم شکایت وکړ او وړاندیز یې وکړ چې دا همغږي باید ډیره پیاوړې شي.

ټول ګډون کوونکي په دې باور ول چې باید افغان امنیتي ځواکونه د رهبرۍ، مدیریت، تخنیکي، مسلکي او لوجستیکي پلوه پیاوړي شي څو له یوه لوري د خلکو امنیت تامین کړي او له بل لوري په بشپړه توګه د ائتلاف له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت د لیږدولو د مسوولیت پر غاړه اخیستلو ته چمتو وي.

خلکو وړاندیز وکړ چې باید کشفي او استخباراتي ارګانونه کافي معلومات او سندونه ولري او هغه څوک چې رښتیا مجرم یا تورن وي، هغه ونیسي.

ب: لرلید:

د میدان وردګو د ټولو خلکو لپاره د ښه امنیت تامینول، پر حکومت د خلکو د ډیر باور جلبول او د پرمختیايي، اقتصادي، ټولنیز، فرهنګی او سایسي برنامو د تطبیقولو لپاره د مساعدې زمینې رامنځته کول څو خلک د سولې او امنیت په فضا کې پرته له ویرې څخه د ژوند په ټولو برخو کې کار وکړي.

ج: ماموریت :

د ناامنې د ناوړه پدیدې، د نشه یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه، د کوکنارو له ګښت او ټولو مسکراتو مخنیوی، د اداري، اقتصادي او اخلاقي فساد له منځه وړل، د ملي او محلي پولیسو او ملي اردو جلب او جذبول او همدا راز د وړو افرادو جلبول، د کشفي او امنیتي ارګانونو د پیاوړي کولو په خاطر د فردي او موسساتي وړتیا لوړول، د هغو اشخاصو د اصلاح کولو یا نیولو لپاره هلې ځلې چې رناامني رامنځته کوي، له زیانمنو سره مرسته او همکاري، د هېواد د نافذه قوانینو تطبیقول او د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړي کولو لپاره هلې ځلې.

 

 

د: موخې:

  • تر ښکته کچو د امنیتي ارګانونو په برخه کې د رهبرۍ پیاوړي کول، څو وکولای شي په هره قدمه کې د امنیتي سکتور لرلید ته ورسیږي؛
  • د وګړنیزو شوراګانو په مشوره د 1650 تنو محلي پولیسو جلب او جذب، ښوونه او روزنه او ملاتړ؛
  • ټول امنیتي پرسونل ته منظمه ښوونه او روزنه او له مدرنو محاربوي تکتیکونو سره زده کړې، د وسلو، اعاشې، اباطې او ټولو وسایلو اکمالول؛
  • د طبیعي پیښو پر ضد د مبارزې په موخه د امنیتي ځواکونو چمتو کول لکه، سیلاوونو، اور لګیدنو، واورې وریدنې او د هېواد د قانون په چوکاټ کې د لاریونونو سم مدیریت؛
  • د روزنیزو لنډمهال، منځ مهالو او اوږدمهالو برنامو د جوړولو له لارې د پرسونل د وړتیا لوړول؛
  • د فساد له منځه وړل او پر ټولو امنیتي ارګانونو د باور تر لاسه کول؛
  • د هغو افرادو تعقیبول چې په جګړه ټینګار کوي او د سولې د پروسې خنډ ګرځي؛
  • د کلیو او ولسوالیو په کچه د پوستو پیاوړي کول او له هغوی څخه پر وخت د ملاتړ یقیني کول؛
  • د میدان وردګو په کلیو کې له خلکو سره د اړیکو او مشورو زیاتول او په ګڼ شمېر پلانونو کې د هغوی د مشورو شاملول؛
  • په ولایت کې د همغږۍ د مرکز پیاوړي کول او د ولسوالیو په کچه د همغږۍ د مرکزونو رامنځته کول؛ او
  • د امنیتي ارګانونو ترمنځ د وطن پالنې د ملي روحې رامنځته کول.

هـ: عمده اړتیاوې:

  • له سیاسي، قومي، شخصي سلیقو او مبالغې څخه پرته د کره، دقیقو معلوماتو ټولول، توحیدول، تحلیل او ارزونه او د عملي حل لارو او وړاندیزونو وړاندې کول، طبقه بندي او لومړیتوب ټاکل چې په پایله کې له موجودو امکاناتو او شرایطو څخه په ګټې اخیستنې سره د یو پلان د جوړولو سبب کیږي؛
  • د ټولو قراردادونو په اړه د معلوماتو ټولول او د ولایتي شورا په شمول د وګړنیزو شوراګانو په وسیله یې پر خپل وخت څارل؛
  • د امنیتي ارګانونو په لیکو کې د وړ، مناسبو او فعالو افرادو جلب او جذبول؛
  • لومړیتوب لرونکو سیمو ته په پاملرنې څخه د موجودو ځواکونو بدلول را بدلول؛
  • د ترافیکي پیښو مخنیوی او د ملي پولیسو او کشفي ارګانونو سمبالول څو وکولای شي کافي جرمي سندونه برابر کړي؛
  • د ساتنمنانو د تشکیل بشپړول او اړوندو ولسوالیو ته د هغوی استول؛
  • د ولایتي شورا او امنیتي مسوولینو ترمنځ د مشورتي کمېټې رامنځته کول؛
  • د دې ولایت پر ټولو افرادو د قانون یوشان او عادلانه تطبیقول؛
  • د لوجستیکي او اداري ستونزو حلول او په ټیټو کچو د رهبرۍ پياوړي کول؛
  • د امنیتي مسوولینو پرلپسې سفرونه او د ولسوالیو له پوستو څخه یې پرلپسې څارنه؛ او
  • د ځانګړو قطعو رامنځته کول څو وکولای شي پر وخت او په بیړني حالت کې د خلکو دفاع او ملاتړ وکړي.

و: هغه پروژې چې لومړیتوب لري:

ګډون کوونکو او د امنیتي سکتور ارګانونو د امنیت په برخه کې چې هغو پروژو ته لومړیتوب ورکړی عبارت دي له:

  • د محلي پولیسو لیکو ته د 1650 تنو د جلب او جذب پروژه چې د خلکو د استازو او د امنیتي سکتور د ارګانونو له لوری یې وړاندیز شوی او د کورنیو چارو د محترم وزارت په وسیله رهبري کیږي؛
  • د میدان – غزني او میدان – بامیان د لویو لارو د امنیت تامینول؛
  • د ولایت او ولسوالیو په کچه د همغږۍ د مرکزونو جوړول او پیاوړي کول؛
  • د وګړنیزو بنسټونو له مسوولینو سره د مشورتي کمېټې جوړول څو په پایله کې خلک او امنیتي ارګانونه د دې سکتور موخې او لرلید ته ورسیږي؛
  • د کلیو په منځ کې د پوستو جوړول څو له خلکو سره نږدې اړیکې ولري او همدا راز د ولایت او ولسوالیو په کچه له امنیتي ارګانونو سره د وګړنیزې امنیتي کېټې رامنځته کول؛
  • په ولایت کې د ټولو موجودو ځواکونو په بشپړه توګه سمبالول په ځانګړې توګه د ماین د کشفولو د وسایلو برابرول او د ولسوالیو په کچه د سالمې رهبرۍ رامنځته کول؛
  • د ځانګړو ځواکونو او ګروپونو رامنځته کول څو پر وخت او چټک اقدام وکړي او دښمن تعقیب کړي؛ او
  • د امنیتي ارګانونو د افرادو ترمنځ د روحیې رامنځته کول له هغې جملې څخه پر وخت د ټپیانو او شهیدانو لیږدول، د شهیدانو له ورثې څخه سرپرستي او د هغوی مالي ملاتړ، د هغو پوستو او ځواکونو پر وخت ملاتړ او دفاع چې د دښمن تر برید یا ګواښ لاندې وي، د شهیدانو د جنازو وړل او خښول او د خلکو پراخه هڅونه څو په دې مراسمو کې ګډون وکړي. باید فرهنګي او عقیدتي مسوولین وټاکل شي څو د خلکو رول، د امنیت اهمیت، عامه پوهاوی، د خلکو سره اړیکې او د خودي دفاع رول یقیني کړي. او همدا راز خلک تنظیم کړي څو د هېواد په ودانولو کې فعاله ونډه واخلي.