د عامې روغتیا سکتور

د روغتيا سکتور

د سکتور ادارې

شمېره

دولتي ادارې

کارکوونکي

1

د عامې روغتیا ریاست

85

2

ولایتي شورا

5

3

د سرې میاشتې ریاست

21

4

د پوهنې ریاست

1214 پرته له ښوونکو څخه

5

د ژوند د چاپیریال ساتنې اداره

10

6

د ښځو چارو ریاست

17

7

د کلیو او پراختیا ریاست

42

8

د اقتصاد ریاست

11

 

 

د میدان وردګو ولایت اوسني روغتیايي وضعیت

روغتیا د میدان وردګو د ولایت یو مهم لومړیتوب دی. پرته له بشپړ، رواني، فزیکي او جسمي روغتیا څخه ناروغه ټولنه نشي کولای په خپلو پښو ودریږي، سالم فکر نشي کولای او په پایله کې د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې په درد نه خوري. د روغتیا دې اهمیت ته په پاملرنې د روغتیا د سکتور په وضعیت کې د کتنې وړ مثبت بدلونونه رامنځته شوي. د مثال په توګه د دادل د سیمې خلک حاضر شوي څو خپله شخصي ځمکه د دادل د روغتیايي کلینیک د لاسرسۍ کمېټې ته ورکړي.

د روغتیايي مرکزونو شمېر ۶۰ بابه دی (څلور د ولسوالۍ روغتونونه، دوه بستر لرونکي جامع کلینیکونه، اووه جامع روغتیايي کلینیکونه، ۲۵ اساسي روغتیايي کلینیکونه، ۲۲ فرعي روغتیايي مرکزونه د معتادینو د تشخیص او درملنې یو روغتون) او ۱۷۰ روغتیايي پوستې، د نري رنځ د تشخیص او درملنې ۲۰ مرکزونه، په ځینو روغتونو او روغتیايي مرکزونو کې د ملاریا او لشمانیا د تشخیص او درملنې خدمتونه وړاندې کیږي، د فیزیوتراپۍ پنځه مرکزونه، د ټریننګ درې مرکزونه، د ټولنې د قابلو یو روزنیز مرکز، په ۱۴ روغتیايي مرکزونو کې د امبولانس خدمتونه، په ۱۵ روغتیايي مرکزونو کې لابراتواري خدمتونه، په یوه روغتیايي مرکز کې د التراسوانډ خدمتونه او په ۱۳ روغتیايي مرکزونو کې د وینې ورکولو خدمتونه شتون لري، د فلج یعنې سخت شل د پیښو د راپور ورکولو ۱۳ مرکزونه، د واکسیناسیون ۳۹ مرکزونه او د ساري ناروغیو د پیښو د رپوټ ورکولو شپږ مرکزونه شتون لري.

د میدان وردګو په ولایت کې د روغتیايي خدمتونو یوه اساسي زیربنا شتون لري. په ۱۳۹۰ کال کې په دې ولایت کې ۶۰ روغتیايي مرکزونه چې څلور بابه یې د روغتون په کچه دي او ټول ۲۴۷ بسترونه لري، شتون لري. همدا راز ۵۷ ډاکټران او ۲۲۶ قابلې، نرسان، واکسیناتوران، د لابراتوار تکنیشنان او فارمسستان چې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دی. چې د ۲۰۰۵ کال په پرتله نږدې دوه برابره (۱۶۲ سلنه) زیاتوالی د ډاکټرانو په شمېر کې او ۱۴۵ سلنه زیاتوالی د نرسانو، قابلو، واکسیناتورانو، د لابراتوار د تکنیشنانو او فارمسستانو په شمېر کې ښيي. د میدان وردګو ولایت عمده روغتیايي مرکزونه په لاندې جدول کې ښودل شوي دي.

کتنې

روغتیايي پوستې

ټول روغتیايي مرکزونه

فرعي روغتیايي کلینیکونه

اساسي روغتیايي کلینیکونه

جامع روغتیايي کلینیکونه

روغتونونه

د ولسوالۍ نوم

د لومړنېو مرستو یو مرکز او د ټولنې د قابلو د روزنې یوه ښوونځې فعالیت لري او همدا راز په لنډمهاله توګه یو روغتیايي مرکز په میدانښار کې د ترکیې ولایتي بیارغاونې ټیم په وسیله فعال دی.

3

5

0

2

1

2

میدان شهر

 

18

5

2

2

1

0

جلریز

 

11

4

2

2

1

0

نرخ

 

29

5

1

3

1

 

د بهسودو لومړې برخه

 

55

16

9

5

1

1

مرکز بهسود

 

16

9

4

3

1

1

چک

 

20

9

2

5

1

1

سید اباد

 

9

4

1

2

1

0

دایمیرداد

 

8

3

1

1

1

0

جغتو

 

169

60

22

25

9

5

ټول

 

همدا راز په میدان وردګو ولایت کې ۸۷ رسمي، شخصي او دولتي درملتونونه شتون لري.

د دې ولایت ۸۰ سلنه اوسیدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري مګر په ځینو سیمو کې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو رسیدنه له یوه ساعت څخه زیات وخت اخلي چې نږدې ۲۰ سلنه سیمې دي. د دې ولایت په ۶۰ سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره روغتیايي مرکزونه او په ۱۶۹ سیمو کې د لومړنیو مرستو لپاره روغتیايي پوستې شتون لري.

 

سرچینه:  د ولایتي روغتیايي معلوماتو له ادارې Health management information system  (HMIS)څخه برابر شوی.

د کورنیو او بهرنیو اړوندو موسسو فعالیتونه

د موسسې نوم

د فعالیت ساحه

د پروژې نوم

د پروژې بودجه

د موسسې ډول

کمیټه سویدن

ټول ولایت

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول

 

بهرنۍ غیر دولتي

OAD

میدان ښار

د قابلګۍ ښوونځی

 

کورنی غیر دولتي

ودان

میدان ښار

د معتادینو روغتون

 

کورنی غیر دولتي

 

 

ننګونې

  1. د حقیقي نفوس او د مرکزي احصائیې د سرشمېرنې ترمنځ توپير؛
  2. په اوسني وضعیت کې روغتیايي مرکزونو ته د ښځینه پرسونل تګ او راتګ؛
  3. د عاجلو ناروغانو د لیږدونې لپاره د کافي اسانتیاو نشتون؛
  4. په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه پرسونل او ښځینه متخصصې کموالی؛
  5. له روغتیايي مرکزونو څخه د ځینو کلیو او بانډو لرې والی؛
  6. د ولایت په کچه د ولادي او نسايي ځانګړي سمبال مرکز نشتوالی؛ او
  7. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ په پام کې نه نیولو سره د خلکو او ډونرانو د غوښتنې پر بنسټ د خپل سرو پروژو تطبیقول.

فرصتونه:

  1. له روغتیايي سیستم څخه د ټولنې ملاتړ؛
  2. د ولایت د مقام او بیلابیلو سکتورونو ملاتړ او همکاري؛
  3. د ټولنې د قابلګۍ د ښوونځۍ شتون؛
  4. په لسو روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو د پروژې تطبیقول؛
  5. له ښځینه پرسونل سره د محرم استخدامول؛
  6. د مسلکي او ژمن پرسونل شتون؛ او
  7. په ځینو ولسوالیو کې د استوګن ځایونو رامنځته کول.

 

 

د روغتیايي مرکزونو ځایونه

 

 

 

 

ولایتي پرمختیايي پلان

الف: د روغتیايي وضعیت په اړه د دې ولایت د اوسیدونکو او ګډون کوونکو نظرونه

د بیلابیلو غونډو ګډون کوونکو د میدان ښار، جلریز، نرخ، بهسودین، سیداباد، دایمیرداد او جغتو د ولسوالیو اوسیدونکو د دې ولایت د روغتیايي وضعیت په اړه داسې څرګنده کړه: د ولایت په کچه روغتیايي وضعیت په عامه توګه غوره ارزول شوې ده مګر اوس هم د روغتیا او تغذیې ستونزې لکه د ښځینه او نارینه مسلکي پرسونل کموالی، د کلینیکونو لپاره د ودانېو کموالی، روغتیايی مرکزونو ته د قابلو د تګ او راتګ ستونزې، د درملو کموالی، د مرکزي احصائیې په وسیله د نفوس کم ښودل، د امبولانس د خدمتونو کموالی، د تشخیصه وسایلو کموالی او په ځینو سیمو کې د جغرافيايي ستونزو له امله د خلکو لاسرسی روغتیايي مرکزونو ته د عامې وزارت د پالیسۍ مطابق نه ده. د لارو او سړکونو خرابوالی، د روغتیايي پوهاوي په پروګرامونو کې د خلکو ونډه نه اخیستل، د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالی، د تغذیې د سمو چلندونو په اړه د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه، د څښلو د روغتیايي اوبو کموالی او د ساري او غیر ساري ناروغیو د مخنوي له عالي چلندونو څخه د استفادې له کموالي سره د دې ولایت خلک لاس او ګریوان دي.

د خلکو له نظره له ۲۰۰۵ کال څخه راپدې خوا ځینې شیان ښه شوي دي، د روغتیايي مرکزونو رامنځته کېدل او پراخیدل، د روغتیايي خدمتونو د ټولګې په بریا تطبیق، د روغتونونو او کلینیکونو د ودانېو رغاول، د روغتیايي مرکزونو د ودانېو او دفترونو سمبالول او اکمالول، د ۸۶ قابلو روزل او په روغتیايي مرکزونو کې د هغوی استخدامول په داسې حال کې چې اوسیدونکو اوس هم د روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانۍ د نه شتون او د ولادي نساي او اورتوپیډي د سمبالو مرکزونو له کموالي څخه شکایت لري.

ب: لرلید

د دې ولایت د خلکو لپاره فزیکي، رواني او ټولنیزه غوره روغتیا.

 

ج: ماموریت

د باکیفیته روغتیايي مواظبت د خدمتونو د پروګرام Health care support program (HCSP) له لارې د افغانستان د خلکو د روغتیا او تغذیې د وضعیت ښه کول او په عادلانه او دوامداره توګه د روغ ژوند د تګلارې رواجول دي.

 

د: موخې:

د هېواد د کمو خدمتونو تر پوښښ لاندې سیمو ښځو او ماشومانو باندې له ډیر ټینګار سره، د افغانستان د خلکو د روغتیا او تغذیې د وضعیت د ښه کولو لپاره له پرمختیايي شریکانو او ټولنو سره له اغیزمن کار او فعالیت څخه عبارت ده.

  • د میندو او نویو پیدا شویو ماشومانو د مړینې د کچې ټیټوالی؛
  • له پنځو کلونو څخه د کوچنیو ماشومانو د مړینې د کچې ټیټوال او د ماشوم د روغتیا ښه کول؛
  • د ساري ناروغیو د خپریدو د کچې ټیټوالی؛
  • د خوارځواکۍ کمول؛ او
  • د روغتیايي سیستم پرمختیا.

هـ: عمده اړتیاوې:

  1. په عادلانه او پایداره توګه د لومړنیو روغتیايي مواظبتونو د خدمتونو کیفیت، ګټې اخیستنې او لاسرسي ښه کول؛
  2. په عادلانه او پایداره توګه د روغتونیزو خدمتونو د کیفیت، ګټې اخیستنې او لاسرسي ښه کول؛
  3. د ماشومانو او لویانو د خوارځواکۍ، د ساري ناروغیو د درملنې او مخنیوي په موخه د خدمتونو د کیفیت او پوښښ د ساحې پراخوالی؛
  4. د عاجلو او عادي مېندو او ماشومانو د روغتیا د مواظبت خدمتونو او د امیدوارۍ د روغتیا له مواظباتي خدمتونو څخه د لاسرسي او ګټې اخیستنې ښه کول؛
  5. د ولایت او ولسوالیو په کچه د بنسټونو او مدیریت د پرمختیا پیاوړي کول څو د روغتیايي مواظبت د خدمتونو د وړاندې کولو اغیزمنتوب او ګټورتوب یقیني شي؛
  6. د روغتیايي پرسونل د وړتیا لوړول څو د روغتیايي مواظبتونو د خدمتونو اداره وکړي او هغه په غوره توګه وړاندې کړي، څو د اړوندو او ګټورو تحقیقاتو د همغږۍ له لارې د شواهدو پر بنسټ تصمیم نیول اسانه کړي؛
  7. د روغتیايي تاسیساتو لپاره د اساسي درملو د تدارکاتو د سیستم همغږي کول؛ او
  8. د باکیفیته او د توان تر بریده د طبي تدارکاتو، تجهیزاتو، فارمسۍ، راډیولوژۍ، د وینې د خوندیتوب او لابراتواري خدمتونو په شمول د دوامداره، عادلانه او باکیفیته خدمتونو رامنځته کول او ساتل.

 

و- هغه پروژې چې لومړیتوب لري :

ګډون کوونکو د روغتیا په برخه کې لاندې پروژو ته لومړیتوب ورکړی چې باید په پنځو راتلونکو کلونو کې تطبیق شي: د ولایتي روغتون رامنځته کول او فعالول او د هغه ۵۰ بستریزې ودانۍ رغاول، د ملک محمد خان د ۳۰ بستریز روغتون رغاول، د بهسود په لومړۍ برخه کې د ۲۰ بستریز روغتون (CHC+) رغاول، د چک د ټریننګ سنټر رغاول، په میدان ښار کې د قابلګۍ د ښوونځي رغاول، د جغتو د مرکز د ۲۰ بستریز روغتون (CHC+) رغاول، د لس عرادې امبولانسونو برابرول، د بیک سمند، ابکزار او ګردن مسجد د روغتیايي مرکزونو د ودانېو رغاول، د بورغستان او قراقول د روغتیايي مرکزونو فعالول، د مرکز د کلینیک د کلینیک لپاره د استوګن ځایونو جوړول، د ټکانې د روغتیايي مرکز پراخول د اوبو رسولو د سیستم بیارغاول، رنګول او د استوګنې ځایونو رغاول، په سیاه خاک کې د روغتیايي مرکز رامنځته کول، په میدان ښار کې د معتادینو د ۳۰ بستریز روغتون رغاول، د دادل د روغتیايي مرکز فعالول او رغاول او د ښوونځو د زده کوونکو له ۱۲۶۶۷۲ تنو زده کوونکو څخه ۸۰ سلنې ته د روغتیايي خدمتونو برابرول. ټولې پورته ذکر شوې پروژې د خلکو له استازو او د عامې روغتیا په وسیله ټاکل شوي او وړاندیز شوي دي او پورته پروژو ته خلک له هر څه زیاته اړتیا لري او د روغتیايي خدمتونو د امکاناتو له کموالي څخه رنځ وړي چې د درملنې او روزنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته مراجعه کوي، له دې امله دې پروژو ته د لومړیتوب حق ورکړل شوی دی.

هغه پروژې چې د عامې روغتیا وزارت او یا د دولتي د شونې همکارۍ او یا تمویلوونکو موسسو په وسیله تطبیقیږي او د پروژې د بریا، تامین او دوام په خاطر خلک په سیمه کې ملاتړ کوي ځینې یې د روغتونونو د رغاولو لپاره ځمکې په پام کې نیولي څو اهدا یې کړي او یو شمېر نور یې د دوامداره امنیت د تامینولو په برخه کې له خپل دولت سره همکاري کوي.