د کرنې او کلیو پراختیا سکتور

د کرنې او کليو پراختيا سکتور

د سکتور ادارې:

شمېره

دولتي اداراې

کارکوونکي

1

د کرنې او مالدارۍ ریاست

125

2

د کلیو او پراختیا ریاست

42

3

د ژوند د چاپیریال ساتنې ریاست

10

4

د اوبو د تنظیم ریاست

31

5

د ښځو چارو ریاست

17

6

ولایتي شورا

5

 

 

د کرنې او کلیو د پراختیا اوسنی وضعیت

په دې وروستیو کې د کرنې په برخه کې د کتنې وړ فعالیتونه تر سره شوي چې له هغې جملې څخه له عصري وسایلو سره سمبال او ستندرد د دوه بابه سړو خونو رغاول چې یو یې ۱۰۰۰ متریک ټنه او بل یې ۵۰۰ متریک ټنه ظرفیت لري، د ۳۴ ځمکې لاندې سړو خونو رغاول، د ۱۰۸ شنو خونو رامنځته کول، په خزاني او پسرلني کمپاین کې د اړتیا وړ ۳۰۱ ټنه DAP سرې او ۶۰۲ ټنه یوریا سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د ۱۲۰۲ ټنو وېشل، د کرنیزو درملو وېشل، د صحرايي ملخو، ناروغیو او افتونو پر ضد مجالده، ، د ۷۰۰ تنو لپاره د مالدارۍ او بڼوالۍ (د څانګو پریکولو) د روزنیز کورسونو دایرول، د ۷۰۰ ټولکیټونو (یوه لویه قیچي، د څانګو پریکولو یوه کوچنۍ قیچي او یوې ارې ویشل)، د شیدو لوشلو وسایلو وېشل، د لس عدده محلول پاشلو وېشل، د مڼو او زردالو د ۱۵۰ بڼونو رامنځته کول، د چینار د ۴۸ نیم جریبه قطعو رامنځته کول، د بڼ والو د دریو اتحادیو جوړول او د افتونو او ناروغیو هر اړخیز کنټرول، د بڼ والۍ د ۱۵۶ عرادو ترکتورونو وېشل، د ۵۵ کرنیزو کوپراتیفونو رامنځته کول، د غیر مېوه لرونکو نیالګېو وېشل، د کښتې د پروسس د دوو مرکزونو رغاول، د لایم سلفر وېشل، د ۱۴۳۰۰ دوزه حیواني واکسینونو برابرول او وېشل، په شراطو برابرو اشخاصو ته د شاتو د مچېو د ۳۰۰ کورنېو وېشل، مستحقو کورنېو ته د چرګانو د ۳۲۰ فارمونو رامنځته کول، د کرنې د ریاست د ودانۍ ترمیم، د نقلیه وسیلو د پارکینګ رغاول، د وترنرۍ د لابراتوار سمبالول او د تولیدوونکو او ملي سوداګرو ترمنځ د اړيکو تامینول د یادولو وړ دي چې مونږ به په راتلونکي کې د جوړ شوي پلان له مخې او د تمویلوونکو په همکارۍ د کتنې وړ ډیرو پرمختګونو شاهد یو.

د دې ولایت مهم محصولات عبارت دي له، غنم په 65382  جریبه ځمکه کې، کچالو 32691 جریبه ځمکه کې، زردالو او مڼې په 54900 جریبه ځمکه کې کرل کیږي او په کورنېو او بهرنېو بازارونو کې پلورل کیږي. په اټکلي توګه د مڼو حاصلات په دې ولایت کې ۱۲۲۹۷۶ ټنه چې ۶۰ سلنه یې په کورنېو بازارونو کې او ۳۷ سلنه یې په پاکستان، دوه سلنه یې په عربي هېوادونو او یوه سلنه یې د هندوستان په هېواد کې پلورل کیږي. د کچالو حاصلات کې ۳۰۰۰۰ ټنه اټکل شوي چې ډیری برخه یې د هېواد په داخل او پاتې په ګاونډیو هېوادونو کې پلورل کېږي.

مالداري هم د دې ولایت اوسیدونکو یوه مهمه بوختیا ده چې د شیدو محصولات یې د کوپراتیفونو په وسیله ټولیږي او د ګذرګاه د شیدو د پروسس مرکز ته لیږدول کیږي چې د کورنېو په اقتصاد کې لوی رول لوبوي.

د دې ولایت د اوسیدونکو اقتصادي کچه ټیټه ده او زیاتره په کښت او کار تکیه لري چې له بده مرغه زیاتره وخت د طبیعي پیښو په وسیله زیانمنیږي، له دې امله چې د دې ولایت ۸۵ سلنه نفوس په کښت او کار بوخت دي مګر له بده مرغه د ځینو لاملونو له سببه چې لاندې یې یادونه کیږي نشي کولای چې له خپلې مذرعې څخه محصولات چې د دې ولایت د اړتیاوو ځواب ویوونکي وي، تر لاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې د سکتور ټول فعالیتونه داسې تنظیم شوي دي چې د ژوند پر چاپیریال ډیرې لږې منفي اغیزې واردې کړي او همدا راز زمونږ د طبیعي سرچینو بنسټونه ښه کړي.

د کرنې د ځمکو اوسنی وضعیت (للمي او اوبه خور)، ځنګلو او غیر کرنیزې ځمکې (څړ ځایونه) په هکتار په لاندې ډول دي:

ټولې ځمکې

غرنۍ ځمکې

د نه کرلو وړ ځمکې

د څړ ځایونو ځمکې

د ځنګلونو ځمکې

د واښو ځمکې

د غلو ځمکې

د فالیز او ترکاریو ساحې

د بڼونو او تاکونو ځایونه

د کرلو ځمکې

نفوس

د کليو شمېر

ولسوالۍ

شمېره

ټولې

اوبو خور

للمي

زمین دولتی

371900

310209

14000

37500

 

4500

4805

876

10

10191

7191

3000

 

161306

871

مرکز بهسود

1

141300

104096

11000

24500

 

421

774

480

29

1704

1247

457

 

41111

383

د بهسودو لومړې برخه

2

26100

18782

2000

1980

 

236

1600

550

952

3338

2858

400

80

60658

60

میدانښار

3

54200

37501

1400

8465

200

814

2300

1320

2200

6634

4814

1800

20

91808

172

نرخ

4

114600

77829

1200

28000

 

790

2682

1689

2410

7571

5308

2263

 

177578

220

سید اباد

5

61700

40085

800

16800

 

365

2300

650

700

4015

2015

2000

 

96729

130

جغتو

6

99600

71774

1500

24300

 

320

941

360

405

2026

1426

600

 

47372

112

دایمرداد

7

110500

82358

6000

18000

 

450

2006

386

1300

4142

3942

200

 

136289

193

چک

8

112200

89999.6

500

17000

400

398

1165.4

497

2240

4300.4

3890

400

10.4

73614

124

جلریز

9

1092100

832633.6

38400

176545

600

8294

18573

6808

10246

43921.4

32691

11120

110.4

886465

2265

ټول

10

 

د معلوماتو سرچینه: د میدان وردګو د کرنې ریاست د ځمکو آمریت

 

د چرګانو ډول او شمېر

د څارویو شمېر

ولسوالۍ

شمېره

فیل مرغ

مرغاوې

چورګوړی

چرګه

چرګ

خر

اسپ

وز

پسه

خوسی

د شیدو غوا

غوایی

100

164

7000

9500

6000

303

0

3477

15164

14950

7750

0

میدانښار

1

228

390

9100

15100

9610

573

10

2900

17150

11370

5370

0

نرخ

2

2178

2650

1390

19480

12850

1100

15

5400

18518

11890

8510

0

چک

3

200

173

4997

7200

7200

590

12

4000

11800

12600

3900

0

دایمیرداد

4

3951

2266

16985

26799

16590

900

0

4399

11098

17600

8800

0

سید آباد

5

150

106

1999

6903

5391

800

20

2700

19300

10050

3450

0

حصه اول بهسود

6

313

600

13191

26597

19785

1300

30

2040

30200

16135

5065

0

مرکز بهسود

7

243

400

4110

13890

8960

700

5

5500

18600

12470

6130

0

جلریز

8

100

200

6898

15395

13680

700

10

2500

9200

14100

5400

0

جغتو

9

7413

6931

66670

140864

98059

6966

102

32916

151030

121165

54535

 

ټول

 

د معلوماتو سرچینه: د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت

 

د کلیو د پراختیا د ریاست خدماتي کارونه

  • د ریاست د دوو اداري او استوګنځي ودانېو او د کنفرانس خونې رغاول؛
  • د ۲۹ تنو کارکوونکو استخدامول چې دوه تنه یې کمبود دي او د لس تنو اجیرانو چې یو تن کمبود دی؛ او
  • د ۱۵ کمپیوټرونو برابرول، د انټرنټ د یوې شبکې، د یوې پایې کوډان مخابرې، ۲۵ پایې میزونو، ۱۱۳ څوکېو ۲۳ الماریو، درې سیټه څوکېو، ۱۷ پرنټرونو او یو پروجکټور او د رسمي چارو لپاره د درې عرادې فعالو موټرونو برابرو او پيرودل.

 

 

پرمختیايي چارې

  • د WFP په پروګرام کې په نهو اداري واحدونو کې د کانال، کاریز او سړک 2314 پروژې بشپړې شوي دي؛
  • د ملي پیوستون په پروګرام کې په نهو اداري واحدونو کې 1698 ډول ډول کوچنۍ او لویې پروژې بشپړې شوي دي، د کلیو ۱۰۷۰ پرمختیايي شوراګانې او د ولسوالېو نهه پرمختیايي شوراګانې جوړې او1355051 کورنۍ ترې ګټه اخلي؛
  • د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او د پاکوالي د تعلیماتو په پروګرام کې د کلیو د پراختیا او موسسو په وسیله 3628 څاه ګانې کیندل شوي، 4656 مبرزونه رغاول شوي، 1887 تشنابونه جوړ شوي، د اوبو رسولو ۸۲ شبکې، ۲۴ زیرمې، ۳۸ حمامونه او ۳۴ کانالونه رغاول شوي چې 114419 کورنېو ترې ګټه اخیستې ده؛
  • د سړک جوړولو په پروګرام کې شپږ سړکونه او درې پلونه په دریو ولسوالېو کې رغاول شوي؛
  • د ساحوي پرمختیا په پروګرام کې د ولسوالۍ نهه پرمختیايي شوراګانې او د ښوونځې د ودانولو پنځه پروژې، د څاه کیندل، د غونډو ودانۍ، د ریاست اداري ودانۍ او استنادي دیوالونه رغاول شوي دي؛ او
  • د تحکیم کارۍ په پروګرام کې د استنادي دیوالونو ۱۱۰ پروژې د ۱۵۰۰۰ بکسې ګبیون په وسیله په څلورو اداري واحدونو کې بشپړې شوي دي.

د ملي پیوستون برنامه:

د ولسوالېو شمېر

FP

د نارینه شوراګانو شمېر

د ښځینه شوراګانو شمېء

د اداري واحد دفتر ته رسیدلې پروژې

اداري واحد دفتر ته منظور شوې پروژې

هغه پروژې چې پیسې ورته رسیدلي

د کار لاندې پروژو شمېر

د بشپړو شویو پروژو شمېر

د ملي پیوستون د پروګرام تر پوښښ لاندې د منظور شویو پروژو پیسې

د ملي پیوستون د پروګرام تر پوښښ لاندې شوراګانو ته رسیدلې پیسې

د ملي پیوستون د پروګرام تر پوښښ لاندې کورنېو شمېر

د ملي پیوستون د پروګرام تر پوښښ لاندې د شوراګانو ټوله بودجه

د ملي پیوستون د پروګرام تر پوښښ لاندې د شوراګانو پاتې پیسې

 
 
 
 

Chak

چک

CARE

60

0

68

68

67

1

66

          43,610,000

        43,610,000

      4,361

          43,610,000

0

 

         Daimirdad               دایمرداد      

CARE

128

0

141

137

122

44

78

          96,019,158

        69,521,000

      9,617

          96,170,000

150,842

 

Hisi Awal Bihsud
د بهسودو لومړۍ برخه

SCA

200

0

254

250

180

72

108

        103,888,649

        59,569,332

     10,394

        103,940,000

51,351

 

Jaghato
 
جغتو

SCA

90

0

112

103

95

41

54

        141,986,075

      102,786,940

     14,694

        146,940,000

4,953,925

 

Jalrez
 
جلر یز

SCA

81

59

204

204

203

14

189

        121,713,970

      123,731,511

     12,375

        123,750,000

2,036,030

 

Markaz Bihsud
مر کز بهسو د  

SCA

262

48

491

490

490

14

476

        322,705,270

      322,705,270

     32,436

        324,360,000

1,654,730

 

 
Markaz Maidan

مید ا ن ښار

SCA

48

24

166

166

166

1

165

          79,461,723

        82,461,723

      8,257

          82,570,000

3,108,277

 

 Nirkh
 
نر خ

SCA

71

64

224

221

221

5

216

        134,269,291

      133,831,613

     13,525

        135,250,000

980,709

 


Said Abad
سید ا با د

SCA

130

85

373

373

373

18

356

        291,116,861

      292,405,584

     29,392

        293,920,000

2,803,139

 

Grand Total
ټول

1070

280

2033

2012

1917

210

1708

      1,334,770,997

   1,230,622,973

   135,051

      1,350,510,000

15,739,003

 
 

 

 

د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او د پاکوالي د تعلیماتو برنامه

شمېره

ولسوالۍ

ګټه اخیستونکي/کورنۍ

څاه ګانې

شبکې

حمامونه

د اوبو زیرمې

چینې

کاریزونه

مبرزونه

1

میدانښار

8200

441

18

196

1

0

0

757

2

نرخ

13348

276

8

0

0

0

0

0

3

جلریز

7100

374

8

9

0

3

15

728

4

د بهسودو لومړۍ برخه

5607

144

1

121

3

0

0

116

5

مرکز بهسود

9870

499

34

0

17

0

0

819

6

چک

15646

535

4

4

0

0

0

510

7

سیداباد

23098

899

7

0

0

2

5

1000

8

دایمیرداد

4784

275

0

2

3

0

14

374

9

جغتو

13075

330

1

0

0

0

0

14

ټول

95024

3773

86

347

24

5

34

4309

                     
 

 

ننګونې

  • د امنیت کموالی؛
  • له طبیعي سرچینو څخه له بریده زیاته ګټه اخیستنه؛
  • د کړکیچونو، وچکالۍ او سیلاوونو له امله د طبیعي سرچینو له منځه تلل؛
  • پر ځمکې نا څرګند مالکیت؛
  • د تولید د سیستم، پروسس، زیرمې، لیږدونې او بازار موندې دودیزوالی؛
  • له اوبه څخه غیر اغیزمنه استفاده؛
  • تخنیکي، اداري او معلوماتي همکارۍ د لاسرسۍ وړ نه دي؛
  • پلانونه په ټاکلي وخت نه تطبیقیږي؛
  • د اوږد مالي سیستم شتون؛
  • د پلانونو په طرحه او تطبیق کې د کارکوونکو ناکافي وړتیا؛
  • د ژوند د چاپیریال ساتنې له مسایلو څخه د خلکو نه پوهاوی؛
  • د اړوندو ادارو ترمنځ نه همغږي؛
  • په مالي او اداري کارونو کې د ستونزې رامنځته کول؛
  • له پروژو څخه د څارنې کموالی؛
  • د مسلکي کارکوونکو کموالی؛
  • د ټیټو وړتیا لرونکو شرکتونو سره د پروژو د قرارداد کول؛
  • د ډیرو پلانونو جوړول او د دې پلانونو تطبیقولو ته کمه پاملرنه؛
  • د دونر اړوندو پلانونو لپاره د بودجې نه منظوري؛
  • د تمویلونکو موسسو د مامورینو ژر بدلیدل؛
  • د مالیې وزارت د بودجې د قانون پر بنسټ د پلان د ترتیب او برابرولو نشتوالی؛ او
  • قراردادي کارکوونکو ته لوړ معاش او د دولتي کارکوونکو نه تشویقول.

 

فرصتونه

  • طبیعي سرچینې اوبه، خاوره او هوا؛
  • مرسته کوونکي (دولت، دونران او غیر دولتي انجوګانې)
  • مسلکي پرسونل؛
  • بشري ځواک؛
  • مقاومت لرونکي او ډول ډول نباتات؛
  • د قانون، ستراتیژۍ او مقرراتو شتون؛
  • د کاري منظم پلان شتون؛
  • د منظم سیستم شتون؛
  • د ډونرانو شتون؛
  • د کاري ټیم شتون؛
  • د کلیو پراختیا ریاست د پروژو د تطبیقولو لپاره په نهه اداري واحدونو کې ۱۰۶۸ د کلیو پرمختیايي شوراګانې او نهه د ولسوالیو پرمختیايي شوراګانۍ لري چې د پروژو په تطبیقولو کې ډیر اغیز لري؛
  • په میدان ښار کې د بریښنا شتون او د هغو بندونو شتون چې د بریښنا او اوبو لګولو تولیدونکي دي لکه: چک، سنګلاخ، دیپاک او کوربت).

 

 

 

 

 

 

د ملي پیوستون پروګرام

شمېره

ولسوالۍ

د پرمختیايي شوراګانې شمېر

بشپړې شوې پروژې

1

میدان ښار

48

165

2

نرخ

71

210

3

جلریز

81

187

4

د بهسودو لومړې برخه

200

103

5

مرکز بهسود

262

474

6

دایمیرداد

128

78

7

چک

60

65

8

جغتو

84

54

9

سیداباد

129

356

 

 

 

ولایتي پرمختیايي پلان

الف: د کرنې او کلیو پراختیا د وضعیت په اړه د دې ولایت د اوسیدونکو او ګډونکوونکو نظرونه:

د کرنې او کلیو پراختیا په سکتور کې له اوږدو کلونو څخه راپدې خوا مثبت بدلون راغلی دلی، د دوه سړو خونو فعالول، د بزګرانو د ټولنې رامنځته کول، د کوپراتیفونو زیاتول، د تولیداتو د کښت د تګلارو زده کړه، د اصلاح شوي تخمونو وېشل، او د بزګرانو روزل ډیر ګټور دي مګر ستونزې هم شتون لري لکه: د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د بزګرانو، مالدارانو او بڼ والو د پوهاوي د کچې ټیټوالی، د بزګرانو ټیټه اقتصادي کچه، د نباتي ناروغېو او افتونو خپریدل، د تولید د وسایلو ګرانوالی، د کوچنېو پورونو د سیستم نشتوالی، د کرنیزو محصولاتو د بیې ټیټوالی، د کرنیزو محصولاتو د پلورلو لپاره د مناسب مارکیټ نشتوالی، طبیعي افتونه لکه، ږلۍ، سیلاوونه او نور.  همدا راز هغه ستونزې چې د مالدارۍ په برخه کې شتون لري عبارت دي له: په لریو پرتو سیمو کې د وترنرۍ د خدمتونو کمزورې وړاندې کول، د اصلاح شویو نسلونو نشتوالی، د څارویو لپاره د سمې او مقوي خوړو نشتوالی، د ناروغېو او بیلابیلو پرازیتونو خپریدل او وچکالۍ هم په خپل وار د مالدارۍ په له منځه وړلو کې اساسي رول لوبولی.

 

ب: لرلید:

د کلیوالو ټولنو په ځانګړې توګه د بې وزلو او زیانمنونکو خلکو د ټولنې اقتصادي او سیاسي څوکالۍ تامینول او په عینې حال کې په ملي اقتصاد کې د روستايي ټولنو یوځای کول، ادغام او هڅول دي. د یوې ځواکمنې، خپلواکې، سالمې، سوکالې، د ټولنیز عدالت او دیموکراتیکو ارزښتونو لرونکې، پرمخ تللې او له هر ډول توپیرونو څخه د پاکې ټولنې لرل.

 

ج: ماموريت :

د کلیوالو ټولنو کلتوري، سیاسي او د ټولنیز اقتصاد پیاوړي کول او لومړنېو ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی په ځانګړې توګه په لریو پرتو سیمو کې، د برابرو حقونو پر بنسټ د بیا رغاونې او پرمختیا پړاوونه او د ټولو افرادو او ټولنو بشپړه ونډه اخیستنه او د مالکیت احساس او اوږد مهالی دوام دی.

 

د: موخه:

ګډون کوونکو موافقه وکړه چې په دې ولایت کې د کرنې او کلیو د پراختیا په اړه موخه عبارت ده له، د ټولنیز خوندیتوب او د خوړو توکو تامینول، د بڼ والۍ او مالدارۍ وده او پرمختیا، د بڼ لرونکو او بزګرانو د محصولاتو لپاره بازار موندنه، د بنسټیزو زیربناو رغاول، د کلیو د خلکو د سوکالۍ په موخه د کلیوالي اقتصاد پیاوړي کول، د کرنې او کلیو د پراختیا موخو ته د رسیدو په بهیر کې د بنسټیزو موخو له جملې څخه دي.

د ټولنیز خوندیتوب لوړول، د متوازنې پرمختیا هڅول او د ډیرو بې وزلو او منځنیو خلکو د پیاوړي کولو او ځواکمنولو په وسیله د بې وزلې کمول، افرادو، کورنیو او ټولنو سره مرسته او هغو خلکو ته د مستقیمو مرستو برابرول چې له ځان سره مرسته نشي کولای.

هـ: عمده اړتیاوې:

  • د کرنې، باغدارۍ او مالدارۍ په برخو کې د بزګرانو، مالدارانو او باغدارانو د پوهاوي د کچې لوړول؛
  • په پخه او بنسټیزه توګه د اوبو د ګرځولو د سربندونو رغاول، د کانالونو، کاریزونو، د اوبو د ذخیرو د حوضونو بیا رغاول او پخول او د اوبو لګولو د عصري سیستمونو معارفي کول څو د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي؛
  • د کرنیزو محصولاتو د زیرمه کولو په موخه د جلریز او چک په ولسوالیو کې د ستندردو او سمبالو سړو خونو رغاول؛
  • د اصلاح شویو نیالګېو د وېشلو له لارې د بڼ والۍ پرمختیا او د نمایشي قطعو رامنځته کول؛
  • د سبزیجاتو او غلو د اصلاح شویو تخمونو وېشل؛
  • د مصنوعي القاح په وسیله د حیواني نسلونو اصلاح کول؛
  • سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په موخه هڅې؛ او
  • د لنډمهالو او اوږدمهالو پورونو د ورکولو د سیستم رامنځته کول، د ناروغېو او حشراتو د کنټرول په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړول او د باکیفیته او انتخابي درملو واردول.

 

و: هغه پروژې چې لومړیتوب لري:

ګډون کوونکو د کرنې او کلیو د پراختیا په برخه کې لاندې ولایتي پروژو ته لومړیتوب ورکړی چې باید په پنځو راتلونکو کلونو کې تطبیق شي: د لبنیاتو د پروسس د مرکز رغاول، د غنمو د تخم وېشل، د کرنیزو تجربو د فارم او نمایشي قطعو جوړول، د مالدارانو د څارویو لپاره په ټول ولایت کې د واکسین د کمپاین تطبیقول، په مرکز کې د وترنرۍ د پخوانۍ ودانۍ رغاول، د چاپیریال ساتنې د ریاست د ودانې رغاول، د ژوند د چاپیریال له قوانینو څخه خلکو ته عامه پوهاوی او په ۲۰ جریبه ځمکه کې د دې ولایت د ژوند د چاپیریال د زرغونولو او اصلاح لپاره د قورې رامنځته کول. پورته پروژې د خلکو د استازو او د کرنې او کلیو پراختیا د سکتور له لوري وړاندیز شوي او وزګارو افرادو ته د کار زمینه برابریږي چې د پروژو د بریا او دوام په برخه کې د سیمو خلکو له دولت سره د خپلې همکارې ژمنه وکړه.

په میدان وردګو ولایت کې زیاتره خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د خپلو محصولاتو له عوایدو څخه خپل ژوند پرمخ وړي او د حیواناتو د ناروغېو او مړینې د مخنیوي په خاطر د حیواني کلینیکونو رغاولو ته اړتیا لري او د محصولاتو د کیفیت او کمیت د کچې د لوړولو په موخه د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو وېشلو ته اړتیا لري.