مرستیال والي د دویم لین سړک دجوړېدو له چارو څخه لیدنه وکړه


میدان وردګو مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري د کابل ـــــ میدان وردګو د دویم لین سړک د جوړېدو له چارو څخه لیدنه وکړه، په دغه لیدنه کې له ښاغلي عمري سره د حج او اوقافو او کانونو رییسان هم مل و.

ښاغلي عمري د شرکت له مسؤلینو وغوښتل: سړک د جوړېدو چارې ګړندۍ شي، همدارنګه نوموړي وویل: په یاد سړک باندې د جنوبي ولایتو خلک او لوی بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي باید کیفیت ته یې ځانګړی پام وشي.

دغه راز ښاغلي عمري د د یونيک بلډر شرکت مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، ولایتي اداره ستاسو سره همکاره او ملاتړې ده او له دوی وغوښتل: د ستونزو را منځته کېدو په وخت کې ولایت مقام په جریان کې کړئ ، ترڅو ستونزې او خنډونه پر و خت حل شي.

دويم لین سړک چې په لومړي ځل له پلازمېنې کابل څخه د میدان وردګو تر دراني پورې په اساسي ډول جوړیږي، د ولسونو ګنې ستونزې به ورسره حل شي.