میدان وردګو والي د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له خبریالانو سره شریک کړ

د میدان وردګو والي ډګرجنرال مطفرالدین یمین د خپلو کړنو او لاسته راوړنو کلنی راپور د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له خبریالانو او حکومتي مسؤلینو سره شریک کړ.

ښاغلي یمین په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: په میدان وردګو ولایت کې لویې او کوچنۍ ۵۲۷ پروژې ترکارلاندې دي، چې له یادو پروژو ۲۵۰ یې کارونه بشپړاو پاتې نورو کارونه ګړندي روان دي، سربېره پر دې ۱۴۱ نوي ښوونځي پرانیستل شوي چې د ډېری مکتبونو ۷۰ سلنه چارې پر مخ تللي دي، همدارنګه والي ښاغلي یمین په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې زیاته کړه: ولایت په کچه ټولو والسوالیو کې د پراختیایې پروژو لپاره زمینه برابره ده.

دغه راز ښاغلي یمین د پوهنې، روغتیا، کرنې، بیارغونې او امنیتي وضعیت باندې هر اړخیزې خبرې او لاسته راوړنې په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې شریکې کړې، ده زیاته کړه: په میدان وردګو کې زموږ د امنیتي ځواکونو تر منځ د ښې همغږي له وجې وسله والو مخالفینو خپله رهبري له لاسه وکړې، همدارنګه د امنیت په خوندیتوب کې یې د ولسونو له همکارۍ مننه وکړه.

په ورته وخت کې ښاغلي یمین وویل: د ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوپوړو چارواکو سره د تېرو دوه ورځو په لیدنه کې د ولایت او ولسونو ستونزې شریکې شوې او دوی ژمنې کړې، چې د میدان وردګو ولایت پرمختګ، ولسوالیو، لومړۍ او دویم نمبر شاهراه امنیت ته جدي پاملرنه وکړو.

والي ښاغلي یمین له مرکزي حکومت څخه وغوښتل: د میدان وردګو ولایت تنګي درې مرمرو ډبرو، او نورو قېمتي ډبرو استخراج ته جدي پام وکړي.

له وېیلو د پاتې نه وي چې په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د میدان وردګو والي سربېره تخار، پروان او زابل والیانو هم د خپلو کړنو او لاسته راوړونو کلنی راپور له خبریالانو سره شریک کړ.