د میدان وردګو والي ډګرجنرال مظفرالدین یمین، د حج او اوقافو وزارت معین الحاج تاج محمد مجاهد، د همدې ولایت د حج او اوقافو رییس رحیم الله رحمتي او له وزارته راغلي پلاوي د مرکز میدانښار له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

دغه جامع جومات په دوه پوړونو کې جوړیږي سربېره په دې د فاتحې اخیستلو ځانګړی لوی صالون لري، چې د رغېدو چارې یې ګړندۍ روانې دي او په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.