د میدان وردګو ولایت له لوري د مڼو حاصلاتو طرحه منظوره، د بزګرانو مڼې په دولتي مینو کې شاملې شوې.


میدان وردګو ولایت مقام له لوري د مڼو حاصلاتو طرحه مرکزي حکومت ته وخت وړاندې لیږل شوې وه چې اوس مهال د میدان وردګو ولایت د مڼو حاصلات په لومړي ځل په دولتي مینو کې شامل شول.

میدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدین یمین له مرکزي حکومت غوښتي و لومړۍ درجه مڼې بهرنیو هېوادونو ته ولیږدول شي، دویمه درجه په دولتي مینو کې شاملې، او درېيمې درجې مڼو څخه د جوس جوړ شي. ښاغلي يمين بزګرانو ته ډاډ ورکړ ستاسو حاصلات به نور په لوړه بیه پلورل کيږي او په هېواد کې به له وطني کرنیزو تولیداتو څخه استفاده کيږي.

د مڼو اتحاديې مشر حاجي مرسلين پاچا وويل: د مڼو حاصلاتو قرار داد لاسلیک شوی، بزګران به زموږ د اتحاديي له لوري مڼې په لوړه بیه وپلوري.

د کرنې رييس ولید احمد تسل په بزګرانو غږ وکړ: هغه بڼوال ته چې تر اوسه يې خپل حاصلات نه وي پلورلي د مڼو د پلور زمینه برابروي، تاسو کولای شئ د مڼو پلورو لپاره د کرنې ریاست سره همغږي وکړئ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په خوراکي مینو کې تر دې وړاندې د اېران مڼې او پاکستان کيلې کارول کيدې.