په تېره یوه میاشت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې

پورته څرګندونې آغلې هوسۍ عمري د څارنوالۍ جندر جنایي څانکې مسولې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په میاشتنۍ غونډه کې وکړې.

آغلې هوسۍ په خپلو خبرو کې وویل: له نېکمرغه په میدان وردګو ولایتې کې په تېره یوه میاشت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې، همدارنګه آغلې هوسۍ عمري زیاته کړه: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو کموالی خلکو ته عامه پوهاوی، د زده کړې د کچې لوړوالی او د ښځو د حقوقو ورکړه، ددې سبب شوې چې په ټولنه کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې راټیټې کړي.

په ورته وخت کې سکتوري او تخنیکي چارو رییس غزني ګل ځاځي اړونده ادارو ته سپارښتنې وکړې، هغه ښځو ته چې ولایت کې دندې پرمخ وړي د ترانسپورت منظم سېستم ورته  برابرکړي، دغه راز یې د ښځو چارو ریاست او جندر امریت ترمنځ په بشپړه همغږۍ ټینګار وکړ.

په دغه غونډه کې ښځو چارو ریاست له مسؤلینو سربېره اطلاعاتواو فرهنګ، څارنوالۍ، قوماندانۍ، پوهنې، ارشاد حج او اوقاف او عامې روغتیا ریاستونو استازو ګډون کړی و.