قومي مشرانو او سپين ږیرو د ستونزو د حل په موخه له مرستیال والي سره وکتل

سیداباد ولسوالۍ قومي مشرانو او سپین ږیرو چې د همدې ولسوالۍ ولسوال امیرمحمد ملکزي یې ملتیا کوله د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه له مرستیال والي انجنیر تاج محمدعمري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

راغلو قومي مشرانو او سپین ږیرو په ښوونیزو، کرنیزو، روغتیا او امنیت برخه کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

په ورته وخت کې ښاغلي عمري د یادو مشرانو په راتګ خوښي وښودله چې خپلې مشروع ستونزې له ولایتي ادارې سره پخپله له نږدې شریکه وي.

همدارنګه ښاغلي عمري راغلو مشرانو ته د ستونزو حل په موخه ډاډ وکړاو اړونده ادارو ته یې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، ترڅو د یادو قومي مشرانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي