د DRC مؤسسې لخوا د یو شمېر بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه



په میدان وردګو ولایت کې د DRC مؤسسې لخوا د کډوالو چارو امريت په همکارۍ له ۲۰ بې ځایه شویو کورنیو سره ۱۸ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د نوموړې مرستې سروې دوه میاشتې وړاندې ترسره شوې وه، چې د ولایتې ادارې استازې په شتون کې له هغه کورنیو سره وشوه چې د ناامنیو او ستونزو له کبله مرکز میدانښار ته را کډه شوي دي.

بې وېيلو د نه وي چې تېره اونۍ هم له یادو ۲۰ کورنیو سره د ډاکار مؤسسې لخوا د غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.