د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست لخوا د یو شمېر کورنیو سره مرسته وشوه


په میدان وردګو ولایت کې د جګړو له امله د ۲۲ را کډه شویو کورنیو سره د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست لخوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د مرستې د وېش پر مهال د میدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدين يمين وويل: د اړمنو او بېوزلو خلکو لاسنیوی زموږ مسؤلیت دی، په دولت کې شته امکانات او مرستې به په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورکول کيږي، دغه راز يې زيانمن شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ دا ډول مرستې به په دوامداره توګه له تاسو سره کيږي.

د جګړو له کبله یادې کورنۍ له کنړ څخه میدان وردګو ته راستانې شوي دي، د اضطرار کمېټې د پرېکړې پر اساس له دوی سره د وریجو، اوړو او ځينې خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده دې وي د مرستو په دوام له دې وړاندې هم د دولتي او غیر دولتي مؤسساتو لخوا په زيات شمېر کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي.