د کهنه خمار قومي مشرانو د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه له مرستیال والي سره وکتل

د مرکز میدانښار کهنه خمار سیمې ګڼ شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو خپلې ټولنیزې ستونزې د میدان وردګو ولایت له مرستیال والي سره شریکې کړې.

راغلو مشرانو د روغتیا، پوهنې، کرنې د ستونزو شریکولو ترڅنګ له مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري او ولایتي ادارې څخه په بېلابېلو برخو کې د پروژو وغوښتنه هم وکړ.

همدارنګه یادو مشرانو په خپلو خبرو کې زیاته کړه: موږ خپلې ټولې ستونزې او غوښتنې له ولایتي ادارې سره شریکو و او خپلې ستونزې ولایتي ادارې په واسطه حل او فصل کو، موږ په هر ډول حالاتو کې د نظام تر شا ولاړ یو.

په ورته وخت کې ښاغلي عمري د دوی په لیدلو خوښي څرګنده کړه، چې خپلې ټولې ستونزې او غوښتنې له ولایتي ادارې سره د حل په موخه شریکوي، دغه راز ښاغلي عمري دوی ته ډاډ ورکول ترڅنګ هر ډول پراختیایي پروژو پلې کولو ژمنه هم وکړه.

ښاغلي عمري له راغلو قومي مشرانو وغوښتل: له ولایتي ادارې سره په لرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې د ټولنیزو او عامه ګټو پروژو پلې کولو ته په زمینه برابرولو کې همکاري وکړئ، ځکه په ټولنه کې ستاسو مشرانو او سپین ږیرو اغیز ډېر دی.