د چک نه تر دایمیرداد پورې ۱۵ کیلو متره سړک تدارکاتي چارې به پیل شي.

دغه څرګندونې د ټولګټو رییس اجمل واحدي په (PDC) میاشتنۍ ناسته کې وکړې، ښاغلي واحدي زیاته کړه: د چک او دایمیرداد ولسوالیو ترمنځ (۶۰) کیلومتره سړک چې له وړاندې سروې شوی و، د یاد سړک څخه (۱۵) کیلو متره سړک په لومړي پړاو کې چې د جوړېدو چارې یې تدارکاتو ته تللې په نږدې ورځوکې به پیل شي.

دغه میاشتنۍ ناسته د ولایت مقام غونډو تالار کې جوړه شوې وه، چې د مرستیال والي انجنیرتاج محمد عمري سربېره ولایتي شورا منشي وحیدالله اکبرزوی، ادارو رییسانو، امرینو او مؤسسو استازو ګډون کړي و.

مرستیال والي ښاغلي عمري د مؤسسو له استازو مننه وکړه، چې د میدان وردګو له فقیر ولس سره په سختو حالاتو کې مرستې کړې همدا راز ښاغلي عمري له اداري رییسانو وغوښتل زموږ ولسونه د آبادۍ او پروژو غوښتوونکي دي، کومې پرمختیایی پروژې چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې پلې کیږي، د هغې څارنه پروخت وشي کومې پروژې چې په پلان کې دي باید پيل شي.

په یاده ناسته کې اړونده رییسانو، امرینو او مؤسسو استازو د خپلو روغتیایي، پوهنیزو، کرنیزو، پراختیایي، برښنایي او سوداګرۍ پروژو پلې کولو په اړه ترسره شوو کارونو په اړ معلومات ولایتي ادارې ته وړاندې کړل.

همدار رنګه یادو کسانو سږ کال د میدان وردګو ولسونو ته د پروژو د پلي کولو یو غني کال وبللو چې د یادو پرژو په پلي کولو سره په یاد ولایت کې د بې کارۍ کچه هم کمه شي.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا منشي اکبرزوی د مؤسساتو استازو او ادارو رییسانو ته ډاډ ورکړ، ولسونه د هر ډول پراختیايي او روغتیایي... پروژو ملاتړي او ترې ساتنه کوي.

#د_میدان_وردګو_ولایت_مطبوعاتي_دفتر #MWP

#اداره_مستقل_ارګانهاى_محلي

#دسيمه_یيزو_ارګانونو_خپلواکه_اداره #IDLG