میدان وردګو والي د هېواد د بدني روزنې، سپورت او المپيک ملي کمېټې له عمومي ريیس سره وکتل!

د میدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدین یمین د بدني روزنې، سپورت او المپيک ملي کمېټې له عمومي ریيس ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي سره د یو شمېر ورزشکارانو سربېره د سپورت امر عین الله حقبین، ولایتي شورا مشر الحاج اختر محمد طاهري او غړو، وحیدالله اکبرزوی او شریف الله هوتک یې ملتیا کوله په میدان وردګو ولایت کې د ورزشي فعالیتونو د پرمختګ په موخه وکتل.

د میدان وردګو والي په دغه ولایت کې د ورزش د پیاوړتیا لپاره د لازم پرسونل، معياري لوبغالو، په ملي ټيمونو کې د لوبغاړو داخېلول،کورنۍ او بهرني سفرونه، ټورنمينټونو جوړولو او امکاناتو غوښتنه وکړه.

والي ښاغلي یمین نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او سالمې ټولنې لپاره ورزش خورا اړین وباله، په ملي او بین المللي لوبو کې يې د میدان وردګو لوبغاړو د لوبېدو غوښتنه وکړه. نوموړي زياته کړه: لکه څرنګه چې میدان وردګ بیارغونې او پرمختګ ته اړتيا لري دغه راز سپورت برخه کې هم پرمختګ ته اړتیا شته.

د بدني روزنې، سپورت او المپيک ملي کمېټې عمومي رییس ښاغلي ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي د میدان وردګو له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې لوبغاړي هڅوي او ورته کار کوي، ښاغلي رحیمي د میدان وردګو ولایت د ورزشکارنو سره د هر ډول همکاريو او امکاناتو شريکولو ژمنه وکړه.

سربېره پر دې د سپورت آمر عین الله حقبین او یو شمېر ورزشکارانو په میدان وردګو ولایت کې د ورزش خنډونه او ځينې ستونزې د حل په موخه د المپيک ملي ادارې له رییس سره شریکې کړې.

#د_میدان_وردګو_ولایت_مطبوعاتي_دفتر #MWP

#اداره_مستقل_ارګانهاى_محلي

#دسيمه_یيزو_ارګانونو_خپلواکه_اداره #IDLG