د میدان وردګو ولایت ټولې ولسوالۍ د پلازمېنې زون تر پوښښ لاندې راغلې

د میدان وردګو والي په وړاندیز او جلالتمآب جمهور ریيس حکم له مخې ددې ولایت ټولې ولسوالۍ د پلازمېنې زون په پلان کې شاملې شوې، چې له مخې به يې د مرکز په ګډون په نهو اداري واحدونو کې پرمختيايي پروژې پلې شي.

د پلازمېنې زون د پراختيا اداره د جلالتمآب جمهور ریيس په نوښت، چې د پلازمېنې په ګډون شاوخوا ولایتونو کې پراختيايي پروژې عملي کوي رامنځته شوې ده.

له کابل څخه د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې له لوري هيئت د ميدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدين يمين سره ددغې ولایت د ماسټر پلان په اړه وکتل. دغه ناسته په ولایت مقام کې تر سره شوه، مرستيال والي انجنیر تاج محمد عمري، د ولایتي شورا غړو، ملکي ادارو رييسانو، ولسوالانو، قومي مشرانو او ځوانانو پکې برخه اخیستې وه.

د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې استازو وويل: د ولسمشر محمد اشرف غنې د حکم پر اساس د سيمه ييزې حکومتوالۍ په هلو ځولو ميدان وردګ ولایت د پلازمېنې زون پراختيا ماسټر پلان کې شامل شو.

راغلي هيئت زياته کړه: موږ ته د ولسمشر لخوا دنده سپارل شوې تر څو د تخنيکي ټيم له څېړنو، سروې، سکتوري ادارو، مدني ټولنو، مشرانو او خلکو څخه د نظرونو را ټولولو وروسته د ميدان وردګو ولایت لپاره انکشافي ماسټر پلان جوړ او د منظورۍ لپاره ولسمشر ته وړاندې کړو.

د پلازمېنې زون استازو وويل: دغه ماسټر پلان کې به د ميدان وردګو پراختیا، کرهڼه، اقتصاد، صنعت، لوژيستیک، سوداګرۍ برخو کې به عملي کار کوي سربېره پر دې به په میدان وردګو ولایت کې د ځينو آسانتياو برابرولو لپاره لکه: روغتيايي خدامات، ښاري پراختيا، دين او فرهنګ، کانال جوړول، تفريحي پارکونه، مارکيټونه، سړې خونې، د اوبو مهار او مديريت کول، چاپېريال ساتنه، بڼوالي، حيواناتو ساتنه، طبیعي منظرې، سيندونو، سړکونه، ښارګوټي جوړول، ټولنيز پرمختګ او بنسټيزې پروژې ددغه ماسټر پلان له مخې په ميدان وردګو ولایت کې پلي کيږي.

د ميدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدين يمين د پلازمېنې زون پراختيا خپلواکې ادارې هيئت ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د کابل په دروازو کې یو له بیارغونې وروسته پاتې ولایت ميدان وردګ دی چې په ټولو برخو کې د پام وړ خدمت ورته ندی شوی. موږ د رييس جمهور له دغې پرېکړې هر کلي او مننه کوو چې ميدان وردګ ولایت يې د زون پایتخت په ماسټر پلان کې نيولی او د مرکز سربېره به په ټولو ولسوالیو کې د ماسټر پلان له مخې متوازن پرمختګ کيږي. د مرکز په شمول د ميدان وردګو ولایت ټولې ولسوالۍ د هر ډول پروژو او ماسټر پلان عملي کولو لپاره مساعدې دي هيله مو دا ده چې د ټولو ولسوالیو مرکزونو ته د پرمختګ په برخه کې جدي پام وشي، همدا ډول ښاغلي يمين زياته کړه: په میدانښار کې دې یو حلقوي کمربندي سړک ورغول شي. اوس ولسونه د سولې او آرامۍ تر څنګ پرمختګ او بیارغونه غواړي موږ ولسونه، ټولې ادارې ددغه ماسټر پلان په عملي کولو کې له تاسو سره بشپړ همکار او ملاتړ یو.

په ورته وخت کې د ولايتې شورا غړو ادارو مسئولینو، قومي مشرانو، ځوانانو ددغه ماسټر پلان لپاره خپل لومړيتوبونه، نظريې، ستونزې او وړانديزونه له کابل څخه د پلازمېنې زون د پراختيا خپلواکې ادارې استازو سره شريک کړل، یاده د وي چې په میدان وردګو ولایت کې د پلازمېنې زون د پراختیا خپلواکې ادارې لخوا د ۲۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د پروژو عملي چارې راونې دي.