د ولایت په کچه ۹،۷۵۶ نارينه او ښځينه لوبغاړي په بېلا بېلو برخو کې لوبيږي

د ميدان وردګو ولايت د سپورت امريت په کال ۱۳۸۴ کې په رسمي ډول تاسيس شوی، چي تر تاسيس د مخه ياد ولايت کې دری ورزشي څانګې په غير رسمي ډول فعاليت درلود، چې له  تاسيس کېدو وروسته د لوبو په ډګر کې ځينې بدلونونه راغلي، چې ورزشي کلپونه، د لوبو بېلابېلې څانګې زياتې شوې د لوبو کولو فعالیتونه د وخت په تېرېدو سره ګړندی شوی دی، چې په تېرو څو کلنو کې د ساري په ډول لاندې لاسته رواړنې یادولی شو:

يو ورزشي جمنازيوم جوړ شوی، له درېیو ورزشي څانګو څخه ۳۶ څانګو ته شمېر زيات شوی، په سيمه ييزه، ملي او نړيواله کچه سيالۍ جوړې او ګډون په کې شوی، او د ورزش کارانو لپاره لوبغالي او وسایل برابر شوي دي.

سربېره پر دې په ۱۳۹۷ لمريز کال د سپورت آمريت لپاره د لاسته راوړنو ډک کال و، چې اوس مهال ۲۴ فدراسیونو څانګې، ۴۷۴ کلپونه او لوبډلې فعالیت کوي. د ټول ولایت په کچه ۹۷۵۶ نارينه او ښځينه لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې په لوبو بوخت دي.

د ميدان وردګو ولایت په کچه یو ډي کمپلیکس د ښاروالۍ، یو ورزشي جمنازيوم د سپورت آمريت لخوا، ۱۲ واړه لوبغالي د پوهنې په اختیار کې دي، جوړ شوي. د همدې فعالیتونو پر بنسټ شا او خوا ۲۶۰ کورني او بهرني مډالونه د سرو، سپنیو زرو او برنزو په بېلابېلو برخو کې ګټل شوي چې وياړ يې ټول ولایت ته منسوبيږي.

په بهرنېو او کورنیو مختلفو ورزشي سياليو کې له بېلابېلو ورزشي څانګو څخه، د ولایت لوبغاړو  ګډون کړی، چې اته لومړي، ۱۲ دويم او ۲۰ درېيم مقامونه خپل کړي دي. د ولايت په کچه د ۲۴ ورزشي څانګو څخه ۵۷ ټاکنيزي او هڅونکې سيالي په لار اچول شوي چي پکې د ولايت په کچه خپل منځي ټيمونو او ورزشکارانو ګډون کړی.

د میدان وردګو ولایت د سپورت آمريت لخوا، په یاد ولایت کې د لوبغاړو تر منځ شا او خوا سلګونه سیالۍ جوړې شوي دي او هم ددې ولایت لوبغاړو ته په بېلا بېلو برخو کې د ولایت په کچه د وړتيا لوړولو ؛ عامه پوهاوي پرګرامونه او سيمينارونه وړاندې شوي دي.

سربېره پردې چې ددې ولایت د ورزشي ټيمونو څخه نورو ولایتونو ته د سياليو لپاره له بېلا بېلو څانګو لوبغاړي ليږل شوي او هم د غوره ښوونکو لخوا ورزشي ټيمونو ته په اړونده برخه کې  د نندارو تر څنګ ورکشاپونه، سيمينارونه او پرګرامونه وړاندي شوي، چې په لړ کې به زموږ له ولایت څخه په ډېرو برخو کې ملي ټيمونو ته لوبغاړي وروزل شي.