زندانیانو ته په لومړي ځل کتابتون پرانیستل شو!

میدان وردګ: ۱۳۹۷/۱۱/۱۶ - د میدان وردګو ولایت مرکز میدانښار کې د زندانیانو لپاره په لومړي ځل کتابتون پرانیستل شو چې د یاد ولایت والي ډګر جنرال مظفرالدين يمين، مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري، د زندان عمومي مدير سمونوال محمد شفیع فاروقي، ادارو رييسانو او ځوانانو ددغې کتابتون په پرانیستغونډه کې ګډون کړی و.

ددغه کتابتون د پرانیستې پر مهال ډګر جنرال مظفرالدين يمين وويل: موږ ددغه نېک اقدام او نوښت څخه مننه او ستاینه کوو، چې په مرکز میدانښار کې د زندانیانو لپاره کتابتون جوړ شو. زندان د مجرمینو لپاره د اصلاح ځای دی او دا د خوښۍ ځای دی چې نن په زندان کې د کتاب او مطالعې لپاره زمينه برابريږي. د همداسې پرګرامونو پر مټ موږ کولی شو له زندان څخه ټولنې ته اهل او د ټولنې خدمتګاران کسان وړاندې کړو. دغه راز يې زیاته کړه: دا ډول پرګرامونه د خلکو په اصلاح، عامه پوهاوي، فکري بدلون او د ټولنې په پرمختګ کې مثبت اغېز لري. ښاغلي يمين ددغې کتابتون د بډاينې لپاره د ملاتړ او همکارۍ ژمنه وکړه.

د یاد کتابتون نوښتګر او بنسټګر مجیب الرحمن محمودي وویل: موږ د دوستانو په همکارۍ وکولای شوای چې د زندانیانو لپاره کتابتون جوړ کړو، ښاغلي محمودي زياته کړه: له دغې کتابتون څخه مو موخه د مطالعې فرهنګ دودول، فکري بدلون، عامه پوهاوی، ښوونيزې کچې لوړول او ذهنیت جوړول دي، دغه کتابتون ناپېلی وړيا کتابون دی چې د زندانیانو سربېره د کتابتون د قوانینو اړوند ټول کسان له دې کتابتون استفاده کولی شي.

اوس مهال په یاد زندان کې ۲۳۰ نارينه او ښځينه زندانیان دي چې د دوی د مطالعې، ښوونې او روزنې په موخه د ښاغلي محمودي په هڅو کتابتون جوړ شو دغه کتابتون په بېلا بېلو ۵۹۴ کتابونو ۳۰۰ مجلو سمبال دی.

یاده دې وي د ښاغلي محمودي په نوښت دا لسم کتابتون دی چې پرانیستل کيږي، له دې وړاندې د محمودي په هڅو چک ولسوالۍ کې ۳ ، دايميرداد کې ۳ ، سیداباد ولسوالۍ کې یو او کابل کې دوه کتابتونونه جوړ شوي دي.